سیمهنړۍ

یونیسف: د غزی ماشومان د وېرې له امله خوب نه شي کولای

د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د یونیسف د دفتر د رسنیو مسوول سلیم عویس د ترکیی د آنادولو له خبریال سره په مرکه کې اعلان وکړ چې د غزې ماشومان نه شي کولای خوب وکړي او خپل ماشومتوب د هغه څه له امله ژوند وکړي چې دوی یې ویني.

عویس چې تېره اونۍ په غزه کې و، د آنادولو خبریال ته د دغه ښار وضعیت او هغه مشکلات چې د غزې ماشومان ورسره لاس او ګریوان دي، تشریح کړه.

هغه په غزه کی د ماشومانو د کړاوونو په هکله وویل: له بده مرغه په غزه کی یو ماشوم هم خپل ماشومتوب په حقیقت کې نه تیریږی.

کله چې زه د مهاجرو له کمپونو څخه په لاره وم، ماشومان زما خوا ته راغلل او له ما څخه یې وپوښتل: “صاحب، جګړه به کله پای ته ورسیږي؟” دوی وویل چې ستړي شوي دي.

دوی باید د ژوند او انرژي څخه ډک وي خو دا ماشومان له پرله پسې جګړې ستړي شوي دي.
هغه وویل: په غزه کې ډیر ماشومان ویده نه شي ځکه چې دوی د هغه څه څخه ویره لري چې دوی یې ګوري. زه فکر کوم چې دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده چې اقدام وکړي او ماشومانو ته لومړیتوب ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button