سیمهنړۍ

امریکايی چارواکي: د حماس د کمزوری کېدو احتمال ډېر کم شوی دی

د «نیویارک تایمز» ورځپاڼې د پنجشنبې په سهار (د زمری ۲۵مه) د امریکایی چارواکو په حواله لیکلی چې صهیونیست رژیم د حماس په کمزوری کولو کې پاتې راغلی دی.

دغو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط نیویارک تایمز ته ویلي: «اسرائیلو په غزه کې له پوځي پلوه هر هغه څه ترلاسه کړي چې کولای شي.
خو د حماس د کمزوري کېدو احتمال نور هم کم شوی دی، راپور دوام ورکوي: “اسرائیلو هڅه وکړه چې د غزې د تونل شبکه زیانمنه کړي، خو په ویجاړولو کې پاتې راغلل.

د تونل شبکه د اسراییلو له تمې څخه لویه او د حماس لپاره یوه مؤثره وسیله ثابته شوې ده.

نيويارک تایمز زياته کړه: “د پنتاگون چارواکي په دې باور دي، چې اسراييلو تر اوسه په غزه کې د خپل واک لاندې سيمو د خوندي کولو توان نه دی ثابت کړی.”

امریکايي چارواکو دې ورځپاڼي ته ویلي: «د غزې
یرغمل د پوځي لارې نه شي خلاصولای.

“دیپلوماسۍ یوازینۍ لار ده چې اسراییل کولی شي
یرغمل بیرته ترلاسه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button