نړۍ

چین د فلسطینی بندیانو د جنسي تیري په اړه د تحقیقاتو غوښتنه وکړه

په ملگرو ملتونو کې د چين دايمی استازي فو کونگ پرون د امنيت شورا په غونډه کې اعلان وکړ چې بېجينگ‌ د اسراييلی پوځيانو له خوا پر فلسطينی بنديانو د جنسي تېري په اړه د راپورونو په اړه اندېښمن دی او په دې اړه د څېړنې او حساب ورکولو غوښتنه کوي.

هغه دا هم وویل چې چین له اسراییلو غوښتي چې د میشت ځایونو ټول فعالیتونه ودروي.

په دې وروستیو کې صهیونیستی تلویزیون د صهیونیستی پوځیانو په صعده تیمان زندان کې په یوه فلسطینی بندی د جنسي تیري صحنې خپرې کړې او په دغه زندان کې یې د فلسطینی بندیانو وحشیانه شکنجه تائید کړه.

د چین استازي په خپله وینا کې له امریکا وغوښتل چې په غزه کې د ملکي وګړو د وژلو د پای ته رسولو لپاره پر اسرائیلي رژیم نفوذ وکړي.

فو کانګ په دې خبرې سره چې په غزه کی د بشری حالت د خرابیدو په حال کی دی ټینګار وکړ: امریکا د وسلو د ستر عرضه کوونکي په توګه په اسرائیلو باندې کافي نفوذ لري موږ هیله لرو چې امریکا به صادقانه او مسوولانه اقدامات وکړي چې اسراییل دې ته اړ کړي چې په غزه کې خپل پوځي عملیات او د ملکي وګړو وژنه ژر تر ژره بنده کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button