ملگرو ملتونو وايي (جنگی جنایات )په میانمار کې زیات شوي دي
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې په میانمار کې “جنګي جنایات” ډېر شوي دي.
دغه سازمان په دغه هیواد کې شکنجه، جنسي تیري او خپلسري نیول د جنګي جنایتونو د بیلګو په توګه یاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خپلواکې پلټونکې ادارې مشر نیکولاس کومجیان وویل: “موږ کره شواهد راټول کړي چې په ټول میانمار کې د وحشتناکه کچه تاوتریخوالی او وحشت ترسره شوی دی.
د دغه راپور له مخې د میانمار پوځی حکومت د مخالفانو د ځپلو لپاره په زیاتیدونکی ډول جنګی جنایتونه لکه شکنجه او جنسی تاوتریخوالی کوی.
تر دې مخکې گاردین ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د توپچي او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ روهینگیا وګړي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې دغو ملکي وګړو د میانمار په راخین ښار کې له روان تاوتریخوالی څخه د تېښتې او د سیند له لارې بنګله دیش ته د تلو هڅه کوله چې د دغو حملو له کبله په نښه شول.