نړۍ
فلسطینی دیپلومات: نړۍ باید جنایتکار اسرائیل بند کړي
په ملګروملتونو کې د فلسطین د ادارې استازی ریاض منصور د چهارشنبې په سهار(د زمری ۲۴) د امنیت شورا په غونډې کی د صهیونیسټ رژیم پرضد د نړیوالو بندیزونو غوښتنه وکړه.
منصور په دې غونډه کې وویل، “د اسراییلو د کابینی چارواکي وايي چې لوږه د جګړې یوه مشروع وسله ده او [په غزه کې] پر فلسطینی ملکي وګړو بې پروا بریدونه توجیه کوي.
“الجزیری” چینل د هغه له قوله راپور ورکړ: “اسرائیل د امنیت شورا د غړو د څرګندونو پروا نه کوي او د دې شورا پریکړه لیکونه له پامه غورځوي.
دغه فلسطینی دیپلومات وویل چې هیڅ شی د صهیونیستی رژیم د اقداماتو توجیه نه کوي او زیاته یې کړه: [دا کړنې] د هغوی د یرغمل کیدو له امله نه دي.
د دغه راپور له مخې منصور همداراز زیاته کړه: تاسو (د نړۍ هېوادونه) باید په جنایتکارانو بندیز ولګوی، څو هغوی مجبور شی چې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسی.