نړۍ

زوروره زلزله د سوریی په لویدیځ کې وشوه

د مدیترانی د زلزلی مرکز او عربي سرچینو د سه شنبې په سهار ( زمری۲۳) خبر ورکړ چې د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزله د سوریی په لویدیځ کې (حمص ښار ته نږدې) او د ځمکې په ۷ کیلومترۍ کې ژوره شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د دغې قوي زلزلې ټکانونه په لبنان، اردن، اشغال شوي فلسطین، ترکیی او د سوریی په نورو سیمو کې هم محسوس شوي دي.

څو دقیقې وروسته، د سوریی دولتی خبری اژانس “سانا” د دې هیواد د زلزلې مرکز مشر راید احمد له قوله وویل: ” د حما په ښار کی د سهار په 11:56 دقیقو کې چې د ریښتر په کچه د 5.5 په ختیځ کې زلزله وشوه.”

سیمه ییزو سرچینو ویلي، له زلزلې وروسته د زلزلې مرکز ته څېرمه د ګڼو ښارونو اوسېدونکي په وېره له خپلو کورونو وتلي دي‌.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button