افغانستانسیمه

د هند تابعیت ۲۰ افغان سکانو ته ورکول شو

د هند حکومت اعلان کړی چې د افغانستان ۲۰ سیکانو ته یې تابعیت ورکړی دی.

په 2019 کې، هند د تابعیت قانون تصویب کړ، کوم چې د افغانستان، پاکستان او بنگله دیش هندوانو ته د تابعیت ورکول اسانه کوي.

هندو ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د زمری ۲۲) په یوه راپور کې ویلي، چې دغو افغان سکانو شاوخوا سل ورځې وړاندې د انلاین ویزې لپاره غوښتنليک ورکړی و.

د راپور له مخې دغو کسانو ته د هند تابعیت د تعدیل شوي تابعیت قانون له مخې ورکړل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، د دغو غوښتونکو څخه ځینې یې په 1997 کې هند ته ” راستانه شوي” وو او په اوږد مهاله ویزو کې ژوند کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button