سیمهنړۍ

کوبا په یمن کې د لویدیځ ایتلاف د تیریو د دوام په اړه خبرداری ورکړ

د سره سمندرگی د امنیت د تامین په پلمه د یمن په مختلفو ښارونو باندې د امریکايی او انگلیس جنګیالیو د بریدونو دوام د کیوبا له توند غبرګون سره مخ شو.

د کوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګوز د سه شنبې په سهار ( زمری۲۳) په خپل شخصي پاڼه X ټولنیزې شبکې (پخواني تویتر ) کې خبرداری ورکړ چې د یمن په خاوره کې د امریکا او انگلیس جنګیالیو تیري بریدونه به په لویدیځه آسیا کې شخړه لاپسې پراخه کړي.

رودریګز زیاته کړه: “موږ ټینګار کوو چې د حل لاره (په لویدیځه اسیا کې د تاو تریخوالي کمولو لپاره) د اسراییلو لخوا په غزه کې د نسل وژنې پای ته رسول او د 1967 څخه مخکې په سرحدونو کې د فلسطیني دولت جوړول دي.”

په غزی کی دصهیونیسټ رژیم د حملو له زیاتیدا وروسته د یمن وسله والو ځواکونو د دغه رژیم اړوند هیڅ بېړیو او د فلسطین د نیواکګرو بیړیو ته اجازه نه ده ورکړې چې د سرې بحیری او باب المندب تنګی له لارې تیرې کړي.

امریکا له تل آوبوا څخه د خپل ملاتړ په دوام کی د صهیونیسټی بېړیو پرضد د یمن د عملیاتو له زیاتیدا وروسته د یمن له وسله والو ځواکونو سره د مقابلې لپاره یو ائتلاف جوړ کړ او تراوسه یې څو ځله د دغه هیواد په خاوره تیری کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button