افغانستانسیمه

د افغان او پاکستانی ځواکونو تر منځ د ډزو له تبادلې وروسته د تورخم ‌پوله وتړل شوه

پاکستانی خبری سرچینو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د “تورخم” پوله د پاکستان او افغانستان د سرحدی ساتونکو تر منځ د ډزو له تبادلې وروسته وتړل شوه.

د پاکستان خاورې ته څېرمه د نوې سرحدی پوستې د جوړولو په برخه کې د افغان سرحدی ځواکونو د اقدام په وړاندې د پاکستانی ځواکونو اعتراض د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه چې تېره شپه پيل او څو ساعته يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې دغه لار تېر کال هم څو ځلې د سرحدی جګړو له امله تړل شوې وه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button