د امنیت شورا بیړنی غونده د التابعین د فاجعه د څیړلو لپاره
د جاپان آن اچ کی خبری اژانس د ملگرو ملتونو د دیپلوماتیکو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ملگرو ملتونو امنیت شورا به د سه شنبې په ورځ د التابعین ښوونځی د پیښې د څیړلو لپاره بیړنۍ غونډه وکړي.
پرون صهیونیسټ رژیم د حماس له ځواکونو سره د مقابلې په پلمه د التابعین ښوونځی په نښه کړ او په دغو حملو کې یې له سلو زیات کسان ووژل.
دغه وحشتناکه قتل عام په داسې حال کې ترسره شو چې په دغه ښوونځي کی د ماشومانو او ښځو په شمول زیات شمیر فلسطینیان میشت وو.
له دې پېښې وروسته د ملګرو ملتونو د فلسطینی کډوالو چارو مشر یو ځل بیا په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر هم اعلان کړی، چې د جنورۍ له څلورمې راهیسې پر ښوونځیو د اسراییلو دا ۲۱م برید دی، چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۴ کسان وژل شوی دی.
د التابعین پر ښوونځي د اسرائیلو وحشیانه برید په نړۍ کې ګڼ غبرګونونه راپارولي او ډېرو هېوادونو دغه عمل غندلی دی.