زلنسکی: د روسیی په خاوره کې موږ دننه جګړه کوو
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی وايي، د دې هېواد پوځ د روسیې په پولو کې دننه د جګړې د مخنیوي په هدف خپل پوځي عملیات پیل کړي او د دغه هېواد په خاوره کې دننه به جګړه پرمخ وړي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر هم ویلي دي: موږ غواړو په لنډ ممکن وخت کې او د سولې په ترڅ کې د عادلانه سولې له لارې خپلې موخې ترلاسه کړو او دا کار به وشي.
د اوکراین د ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دغه هېواد پوځ په دې وروستیو کې د روسیی په کورسک سرحدی سیمه کې ځمکنی عملیات پیل کړي او پرمختګونه یې هم کړي دي.
ښاغلي زلنسکی د پنجشنبی په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په مستقیم ډول له څه ویلو ډډه وکړه، یوازې د هیواد د پوځ د مشر راپورونو ته یې اشاره وکړه او پوځي عملیات یې “اغیزمن” وبلل او “هغه څه چې کیف ورته اړتیا لري.”
په همدی حال کې نړیوالو رسنیو ویلي دي چې د روسیی د کورسک سیمې د اوکراین د ځمکنی یرغل هدف د سیمې ساتل او د سولې لپاره په راتلونکو احتمالي خبرو اترو کې د کییف د دریځ ښه کول دي.