افغانستان
د تېر کال په اوږدو کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو د دغه وزارت د یوه کلنی لاسته راوړنو د بیانولو په پروگرام کې وویل چې په تیر یوه کال کې ۱ میلیون ۷۷۹ زره ۶۰۳ افغان کډوال له ایران، پاکستان او نورو هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د دغو چارواکو په وینا، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان پر بنسټ د افغان مهاجرینو د ستونزو د هواري لپاره یو عالي کمیسیون جوړ شوی او د یوه کال په موده کې به دغه کمیسیون بیرته راستنیدونکو کډوالو ته لازم خدمات وړاندې کړي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي زیاتوي، چې د تېر کال په ترڅ کې ۵۷۶۶ افغانان چې د پاکستان او ترکیې په زندانونو کې وو، خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا څلور زره نور افغانان چې په ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو، هم افغانستان ته لېږدول شوي دي.