نړۍ

امریکا پر سعودی عربستان د «توغندیو وسلو» پر پلورلو بندیز لرې کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د زمری ۱۹مه) اعلان وکړ چې د بایدن ادارې پرېکړه کړې چې پر سعودی عربستان د امریکا د «حملې وسلو» پر پلورلو بندیز لیرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړی چارواکی رویترز خبري اژانس ته تایید کړې چې دغه وزارت سعودی عربستان ته د ځینو هوايي او ځمکنیو مهماتو د خرڅلاو او انتقال ځنډول ځنډولي دي.

اړونده مقالې

دغه امریکايی چارواکی چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی رویترز ویلي: “موږ به د وسلو د لېږد د دودیزې تګلارې له مخې پر نویو لېږدونو غور وکړو.

دغه امریکايی چارواکی چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی رویترز ویلي: “موږ به د وسلو د لېږد د دودیزې تګلارې له مخې پر نویو لېږدونو غور وکړو.”

د امریکا د استازو مجلس یوه مرستیال دغه خبري آژانس ته ویلي دي چې ادارې تیره اونۍ کانگرس ته د بندیزونو د لیرې کولو له پریکړې خبر ورکړ.

یو کس چې له دې مسلې سره بلد دی رویترز ته وویل چې پلور ممکن د راتلونکې اونۍ په پیل کې بیا پیل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button