افغانستان

د ځينو قومونو ترمنځ د څو لسيزو دښمنيو ته پای په پکتیا او پکتیکا کی

چارواکو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقانی او د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقانی په حضور کې په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د یو شمېر قومونو ترمنځ د څو لسیزو دښمنۍ د پای اعلان وکړ.

د سروخیل، کریخیل، شنگ، دره، ايوخیل او متخیل قومونو ترمنځ د دښمنۍ لامل د ځمکې پر سر بلل په کېږي.

د دوی تر منځ ۸۰-۱۰۰ کاله مخکې دښمنی پیل شوه چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۰۰ کسان ووژل شول
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی د دغو قومونو د پخلاینې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: “د خدای تعالی په مرسته موږ اوږدې دښمنۍ ته د پای ټکی کېښود، چې ځینې یې تر ۸۰ کلونو زیات عمر لري.”

ښاغلي حقانی د اسلامی امارت د مشر د بښنې فرمان ته په اشارې سره د افغانانو ترمنځ د پخلاینې او متقابل تفاهم پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقانی وویل، کله چې تېرې شخړې هېرې شي او یو بل ته بښنه وشي، نو څوک چې وینو تویولو او فتنې ته راوګرځي، د خدای په حضور کی هم مجرم وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button