سیمه

حزب الله د خپلو ۲ تنو جنګیالیو د شهادت خبر ورکړ

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن د جمعې په ورځ (د اسد ۱۹مه) اعلان وکړ چې د «مهدی محمود قصابانی» په نومونو دوه تنه جنګیالی چې په «سراج» مشهور او «هادی جهاد دیب» چې په حیدر مشهور دی، د قدس په لاره کې شهیدان شوی دی.

حزب الله په نیواکي فلسطین کښې د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیلیدو وروسته د خپلو ځواکونو هغه کسان چې له صهیونیسټي رژیم سره په جنګ کښې شهیدان شوي دي د قدس د لارې شهیدان بولي.

د لبنان مقاومت په وروستیو ورځو کښې له صهیونیسټ رژیم سره په جنګ کښې د خپلو څو تنو جنګیالیو د شهادت خبر ورکړ.

حزب الله په اشغال شوي فلسطین کې د الاقصی طوفان عملیاتو له پیل راهیسې خپل شاوخوا ۴۰۰ جنګیالي له لاسه ورکړي دي.

د لبنان مقاومت دفلسطین دخلکو په ملاتړ له تیر کال راهسې دصهیونیسټ رژیم پرضد ۲۵۰۰ عملیات کړی دی.

حزب الله تاکید کړی دی چې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د دوام لپاره به دغه عملیات دوام ولری.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button