سیمه

محمد یونس د بنگله دیش موقت حکومت پر غاړه واخیست

د الجزیری د راپور په اساس، دغه اعلان د سه شنبی په ورځ (د زمری ۱۶) د بنگله دیش د ولسمشر محمد شهاب الدین د مطبوعاتی سکرتر جوینال عابدین له خوا اعلان شو.

د شیخ حسینی له استعفا او د بنگله دیش د پوځ له خوا د انتقالی حکومت د جوړولو له اعلان یوه ورځ وروسته، محصلینو چې مظاهری یې تنظیم کړې وې، د نوبل د سولې د جایزې ګټونکی محمد یونس د انتقالي حکومت د مشر په توګه وګوماره.

محمد یونس ۸۴ کلن د اقتصاد پوه او د گرامین بانک بنسټ ایښودونکی په۲۰۰۶ کې د پرمختیا او غربت کمولو لپاره د خپلو لسیزو هڅو له امله د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه.

په وروستیو اونیو کې د بنگله دیش په ښارونو کې سړکونو د دغه هېواد د صدراعظم د سیاستونو پر ضد پراخ لاریونونه لیدلي او مظاهره چیان له پوځ او امنیتي ځواکونو سره نښتې شوي دي د بنګله دېش پوځ د شیخ حسینه استعفا او له هېواده د هغې وتل تایید کړي دي.

راپورونه وايي، چې ۷۶ کلنه شیخ حسینه، چې ۱۵ کاله یې د بنگله دیش مشري کړې، له خپلې خور سره په یوه پوځي چورلکه کې هند ته تښتېدلې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button