افغانستان

د ماشومانو د خوارځواکۍ څه باندې ۱۲ زره پېښې په ارزگان کی ثبت شوې

رسنیو خبر ورکړی، چې په تېرو اوو میاشتو کې په ارزگان ولایت کې څه باندې ۱۲ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي، ماشومانو ته د مور د شیدو نه ورکول، په کورنیو کې د پوهې نشتوالی او اقتصادی ننګونې په دغه ولایت کې د خوارځواکۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

د یونیسف د خوارځواکۍ د ناروغیو د څانگی مسؤل، لومړی وزیر الفت په ارزگان کې د مور څخه ماشوم ته د شیدو د تغذیې اونۍ د نمانځلو په مراسمو کې وویل: “د اوو میاشتو ارقام چې موږ په لاس کې لرو، 12,661 دي، او موږ لاهم په سره کرښه کې یو.”

د ارزگان د ولايتي روغتون مشر عبدالواحد واحديار وويل: “موږ له هر چا غواړو چې د مور د شيدو ورکول عام کړي.

د یونیسف د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې په ارزگان کې نږدې ۲۶ زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button