سیمهنړۍ

ترکیه په رسمي ډول د اسراییلو د شکایت دوسیی لاهه محکمی ته وړاندی وکړ

ترکیی د چهارشنبې په ماښام (۱۷ زمری) د عدالت نړیوالې محکمی ته خپله غوښتنه وړاندې کړه چې په غزه کې د نسل وژنې په اړه د اسراییلو په وړاندې د سویلي افریقا شکایت کې شامل شي.

د دوشنبی په ورځ د ترکیی د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اعلان وکړ چې دغه هیواد د هغو هیوادونو په ډله کې شامل شوی دی چې د لاهه په محکمه کې د اسرائیلو د نسل وژنې په اړه شکایت کوي.

اړونده مقالې

ترکی رسنیو منلې ده چې د ترکیی له خوا چمتو شوې دوسیه په نړیواله محکمه کې د غزی د مسئلې د حل په بهیر کې د پام وړ اغېز لرلی شي.

د دسمبر په لومړیو کی جنوبي افریقا په غزې کی د نسل وژنې په اړه د صهیونیستی رژیم پرضد د عدالت نړیوالې محکمې ته دوسیه وړاندې کړه.

له ترکیې مخکې د اسپانیا، چیلي او مکسیکو په شمول یو شمیر نورو هیوادونو هم د صهیونیستی رژیم د جنایتکارانه اقداماتو په اعتراض کی په دغه دوسیه کی د ګډون غوښتنه کړې وه.

صهیونیست رژیم په داسې حال کی په غزه کی خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي چې د جرمونو نړیوالې محکمې په غزه کې د چټک اوربند غوښتنه کړې او دغه رژیم یې په نسل وژنې تورن کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button