نړۍ

انتونی بلینکن: امریکا ایران او اسراییلو ته ویلی چې په منځنی ختیځ کې باید شخړې زیاتې نه شی

د رویترز د راپور له مخې، ښاغلی بلینکن وویل: “موږ له خپلو متحدینو او شریکانو سره ژوره دیپلوماسۍ ترسره کوو او دا پیغام مو مستقیما ایران او اسراییلو ته رسولی دی.”

انتوني بلینکن خبرداری ورکړ چې نور بریدونه به یوازې د غیر متوقع پایلو خطر زیات کړي چې هیڅوک به یې کنترول نشي.

هغه په منځنی ختیځ کې له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د غلطو محاسبو خطر درک کړي او د کړکیچ د کمولو لپاره تصمیم ونیسی نه دا چې دا به د دې کړکیچونو د زیاتوالي لامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو د امنیت په برخه کې د امریکا پر “پخته ژمنتیا” باندې په ټینګار سره وویل چې امریکا به د مقاومتی ډلو د بریدونو په وړاندې د اسراییلو او د هغه د ځواکونو دفاع ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلینکن له خپلو استرالیايی سیالانو سره له کتنې وروسته دا هم وویل چې د غزی په جګړه کې د اوربند او د یرغمل نیونی هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې اترې په وروستیو پړاوونو کې دي او ډېر ژر به نتیجه ورکړي.

په منځنی ختیځ کې د “بشپړې کچی جګړی” په اړه تاوتریخوالی او اندیښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د حماس ډلې سیاسی مشر اسماعیل هنیه تیره اونۍ په تهران کې ووژل شو، وروسته له هغه چې ایران د اسراییلو په وړاندې د غچ اخیستنې ګواښ وکړ؛ ایران اعلان کړی چې امریکا د اسراییلو د ملاتړ له امله د اسماعیل هنیه د وژنې مسووله ده.

په همدې حال کې د اسرایلو له خوا په بیروت کې په یوه برید کې د حزب الله د جگپوړی پوځی قوماندان فواد شکر وژل کېدل هم د غزې د جګړې په منځني ختیځ کې په پراخې جګړې د بدلېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button