د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیگار) په یوه نوي راپور کې ویلي، چې امریکا د ۲۰۲۱ کال له اگست میاشتې راهیسې له افغانستان او افغان کډوالو سره ۲۰ میلیارده او ۷۱۰ میلیونه دالره مرسته کړې ده.
دغه راپور چې څو ورځې وړاندې خپور شو، وايي چې په دغو مرستو کې له افغانستان سره د بشری مرستو لپاره ۲ میلیارده او ۹۷۰ میلیونه دالره شامل دي.
دغه راز په سویس کې د افغانستان وجهی صندوق ته ۳.۵ میلیارده دالر انتقال شوي او ۸.۷ میلیارده دالر د افغان کډوالو د ایستلو او بیا میشتیدنې د بهیر د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي دي.
په راپور کې راغلي چې له دې پیسو څخه ۵.۳۶ میلیارده ډالر د امریکا د دفاع وزارت د بشري وضعیت د مخنیوی لپاره، درې میلیارده دالر د عامې روغتیا وزارت او ۲۸۴ میلیونه ډالر د کورنیو چارو وزارت لګولي دي.