د فرانسی د فوتبال ملي لوبډلې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک د فوتبال سیالیو په نیمه پای لوبه کې مصر ته ۳-۱ ماتې ورکړه او وروستی پړاو ته یې لاره پیدا کړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د دوشنبی په شپه د فرانسی د لیون ښار په گروپاما لوبغالی کې ترسره شوه.
لوبه د قانونی په ۹۰ دقیقو کې ۱-۱ مساوی پای ته ورسېده او د اضافی وخت په ۳۰ دقیقو کې دواړو لوبډلو لوبه وکړه.
په دې بریا سره به فرانسه په پای لوبه کې د اسپانیا له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
ټاکل شوې د دې سیالیو وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره شي او د مراکش او مصر ترمنځ د ډلبندۍ لوبه د پنجشنبی په ورځ ترسره شي.