افغانستان

د سرپل نوی والی: تعصب د اسلامي امارت په نظام کې ځای نه لری

مولوی محمد ظریف مظفر نن (د زمری ۱۶) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سرپل ولایت د نوی والي په توګه رسما معرفی او په کار یې پیل وکړ.

نوموړي د خپل معرفۍ په مراسمو کې وویل، چې په اسلامی نظام کې تعصب ته هېڅ ځای نشته او ټول د ورور والی په فضا کې ژوند کوي.

د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژۍ وزیر مولوی مخدوم عبدالحق چې په دې مراسمو کې یې خبرې کولې، د تېر حکومت له مسوولینو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې په امن کې ژوند وکړي.

هغه په افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د اسلامی امارت د مشر د عمومي بښنې له فرمان سره هیڅوک په خطر کې نه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button