افغانستان

د ۹ لرغونو اثارو کشف په غور کی

د غور ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ د “پى کوتل غوک” مالګې کان له سيمې څخه د ٩ لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکوي او وايي چې دغه اثار يې دغه رياست ته سپارلي دي.

دغه رياست زياته کړه، چې په موندل شويو اثارو کې لوښي، قاب او گیلاس شامل دي، چې ډېرى يې د غوريانو له امپراتورۍ سره تړاو لري.

څه موده وړاندې اسلامي امارت د غور ولایت د جام منار په شاوخوا کې د ۴۰ لرغونو اثارو د موندلو خبر ورکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button