سیمه

د بښنې نړیوال سازمان د بنګله دېش وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په بنگله دېش کې د مظاهرو دوام او د ۱۴ پولیسو په ګډون د شاوخوا ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي.

د دې سازمان په یوه بیان کې چې په X کې خپره شوې، راغلي: “د بنگله دیش حکومت مکلف دی چې د سوله ایزو غونډو لپاره یو سوله ایز چاپیریال رامینځته کړي او باید د لاریونونو د تاوتریخوالی د کمولو لپاره اړین، معقول او متناسب اقدامات وکړي ترڅو د امنیت ساتنه وکړي.»

د بښنې نړیوال سازمان په دې هیواد کې د قانون پلي کونکو ادارو څخه غوښتنه کړې چې د ډیر جدي ټپي کیدو او ژوند له لاسه ورکولو د مخنیوي لپاره له زغم څخه کار واخلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button