نړۍ

طه: د ملګرو ملتونو پریکړه لیکونه د غزی په اړه باید په نړیوال فشار سره عملي شي

د اسلامی همکاریو د سازمان سرمنشی حسین ابراهیم طه په جده کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د پنځوسمی غونډې لپاره د چمتوالي په غونډه کې د غزی د اسرائیلو له بریدونو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

هغه د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی د پرېکړه لیک پر بنسټ په غزه کې د اوربند غوښتنه وکړه او زیانمنو شویو خلکو ته یې د مرستو د ژر تر ژره لېږلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي طه په خپلو خبرو کې د افغانستان، کشمیر او یو شمېر نورو اسلامی هېوادونو پر روان وضعیت او همدارنګه د سولې او امنیت په اړه خبرې وکړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button