د چهارشنبی له ورځې راهیسې د پاکستان د ګمرک چارواکو د تورخم په دروازه کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو ټولې هغه لارۍ بندې کړې چې پاکستان ته د ننوتلو موقتي اسناد نه لري.
ترانسپورتی شرکتونه او موټر چلوونکی شکایت کوي، چې تازه میوی بار وړونکي موټرونه د اگست له لومړۍ نیټې راهیسې بند پاتې دي او که پر وخت ورته ونه رسول شي، نو میوه به خرابه شي.
تر دې مخکې د روان کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان حکومت افغان موټر چلوونکو ته امر کړی و چې د جولای تر ۳۱مې پورې دې د موقتي ننوتلو اسناد ترلاسه کړي، ځکه له دې وروسته دوی نشي کولای تورخم ته ننوځي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو هم په دې اړه له پاکستانی چارواکو سره خبرې کړې وې.