سیمهنړۍ

د سنتکام قومندان سیمی ته ننوتل

امریکايی چارواکو د منځني ختیځ سیمې ته د سنتکام د قوماندان “مایکل کوریلا” د راتګ اعلان کړی، څو پر اسرائیلو باندې د ایران د برید پر وړاندې سیمه ییز او نړیوال ایتلاف جوړ کړي.

دغو چارواکو ټینګار کړی دی چې ګمان کیږي هغه ائتلاف وي چې د اپریل په میاشت کې د ایران د حملو په وړاندې جوړ شوی وو ،بیا راژوندی شي.

“کوریلا” به د دې سفر په ترڅ کې د اشغال شویو سیمو، د فارس خلیج هیوادونو او اردن ته لاړ شي.
د اردن له چارواکو سره د هغه ملاقات او خبرې اترې د دغه سفر یوه له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي.

له دې مخکې هم صهیونیست رژیم او ملګرو یې د دغه کال په کمپاین کې د اردن له آسمان د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د مقابلې لپاره استفاده کړې وه.

امریکايی چارواکو دا وړاندوینه هم کړې چې د دوشنبې په ورځ به پر ایران برید وشي.

دصهیونیست رژیم له وروستیو اقداماتو وروسته په سیمه کې کړکیچ زیات شوی دی، تېره چهارشنبی، دغه رژیم په تهران کې په یوه «بزدلانه» تروریستی برید کې د حماس سیاسی مشر اسماعیل هنیه په شهادت ورساوه.

صهیونیست رژیم اوس په پوره هوښیارۍ کی دی او امریکا په سیمه کی د مرستې لپاره خپل ځواکونه استولی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button