نړۍ

د اشغالگرو پوځیانو سخت بریدونه د غزی په مرکز باندی

فلسطینی سرچینو نن سهار (یکشنبه د زمری ۱۴مه) د غزې پر سیمو د اسرائیلی نیواکګرو ځواکونو د درنو توپچی او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ.

په همدې لړ کې د «دیر البلح» ښار د «شهدا الاقصی» روغتون ته څېرمه د کډوالو خیمې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوې چې له امله یې د خیمو په منځ کې سخته اور ولګېد د وروستیو راپورونو له مخې په دغه برید کې څلور تنه ملکی وګړي شهیدان شوي دي.

د الاقصی د شهیدانو د روغتون مشر هم اعلان وکړ چې په دغه برید کې تراوسه ۱۸ کسان ژوبل شوی دی. هغه وویل دا دویم ځل دی چې نیواکګر پوځ ددغه روغتون په شاوخوا کې دکډوالو راټولیدل په نښه کوي.

د اسرائیلو پوځ توپچي د غزی په مرکز کې د النصیرات کمپ په شمال کې د برښنا شرکت او د مالیزیا ښوونځي ته څېرمه توغندي وویشتل.

د دغه کمپ په لوېدیځ کې د «الحساینه» سیمه هم په هوايي برید کې په نښه شوه فلسطینی سرچینو هم ویلي، چې د غزی په شمال کې د اسرائیلو جنګي بېړیو د غزی ښار پر لوېدیځو برخو ډزې کړې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button