سیمه
په فلیپین کې د ریښتر په کچه د ۶.۸ درجی یوې قوي زلزلی ولرزاوه
د فلیپین د آتشفشان او زلزلی پیژندنی اداری خبر ورکړى، چې د شنبې په ورځ (دزمری ١٣) سهار د دغه هېواد په جنوبی سوريگایو ولايت کې د ريښتر په کچه د ٦،٨ درجې يوې قوي زلزلې ولرزاوه.
د دغه اداری د راپور له مخې، نننۍ زلزله، چې په سیمه ییز وخت د سهار په ۶:۲۲ بجو وشوه، د ځمکې په ۹ کیلومترۍ کې ژوره شوې ده.
دا زلزله د فلیپین په نورو سیمو کې هم احساس شوې چې وروسته به ټکانونه رامنځته کړي خو کوم زیان به ونه رسوي.
د شینهوا په وینا، د فیلیپین مجمع الجزایر د آرام سمندر د “د اور د حلقی” په اوږدو کې د موقعیت له امله پرله پسې زلزلی فعالیت لري.