نړۍ
گوترش: په بیروت او تهران کې وروستۍ پېښې ګواښونکې دي
د ملگرو ملتونو سرمنشی انتونیو گوترش په شمالی بیروت کې وروستی هوايی بریدونه او په تهران کې د حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنه یو ګواښ بللی دی.
ملگرو ملتونو په یوه خبرپاڼه کې د ښاغلی گوترش له قوله ویلي چې اوس باید ټولې هڅې په غزه کې پر اوربند، د اسرایلو د یرغمل شویو خوشې کولو او د غزې د اوسېدونکو لپاره د بشري مرستو په رسولو متمرکزې وي.
د حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه پرون (چهارشنبه، د زمری ۱۰) په تهران کې پر خپل استوګنځی د توغندیو په برید کې ووژل شو.
په همدې حال کې ځینو امریکايی رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د انقلاب مشر ایت الله علی خامنه يي پر اسرائیلو د مخامخ برید امر کړی دی.
نيويارک تایمز د دريو ايرانی چارواکو له خولې ليکلي، چې علي خامنه يي د اسماعيل هنيه د وژنې په غچ کې اسرائيلو ته امر کړی، چې په مستقيم ډول په نښه شي.