نړۍ

امریکا اوکراین ته اف-۱۶ الوتکې ورکړې

د امریکا متحدو ایالتونو د اوکراین هواي ځواک ته لومړنۍ پوځي مرستې چې ایف-۱۶ جنگی الوتکې پکې شاملې دي، ورکړې دي.

د رویترز خبری اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایدن د اوکراین له څو میاشتو ټینګار او په امریکا کې له بحثونو وروسته د ۲۰۲۳ کال په اگست میاشت کې اوکراین ته د ایف ۱۶ جیت الوتکو د استولو جواز صادر کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د فرانسی خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې کیف د دغو جنگیالیو شاوخوا ۱۳۰ تنو ته اړتیا لري.

له بلې خوا روسیی خبرداری ورکړی چې د دوی ځواکونه به د اف -۱۶-جنگی الوتکو په ګډون ټول لویدیځ تجهیزات په نښه کړي چې اوکراین ته ورکول کیږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button