افغانستان

په تیر کال کې په هېواد کې څه باندې پنځه میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکو د دغه وزارت د یو کلن لاسته راوړنو د بیانولو په پروگرام کې وویل، چې په تېر کال کې ۶۴۶ زره ۱۵ تنه په مستقیم ډول او ۴ میلیونه ۴۱۸ زره ۵۷۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د صنعتی پارکونو پراختیا، د نویو صنعتی پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادی زونونو جوړول، د کورنیو تولیداتو معیاری کول او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو ټینګول د سږ کال د دغه وزارت له اساسي پلانونو څخه دي.

چارواکو په دې غونډه کې وویل، چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې ۱۰۰ فابریکو په فعالیت پیل کړی دی.
د دوی په خبره، تر اوسه څه باندې ۱۰۰۰ صنعتی شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او د څه باندې ۲۳ زره پانګونې جوازونه نوي شوي دي.

په تېر کال کې د افغانستان سوداگري ۱۰ میلیارده دالرو ته رسېدلې ده.

دغه راز د تېر کال په اوږدو کې د افغانستان د سوداګرۍ اندازه شاوخوا لس میلیارده دالرو ته رسېدلې ده.

د دغه وزارت چارواکو زیاته کړه، چې د افغانستان صادرات ۱،۸ میلیارده دالره او واردات یې له ۸ میلیاردو ډالرو ډېر دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button