سیمهنړۍ

پزشکیان: زما د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ښه کول او پیاوړي کول دي

مسعود پزشکیان د ایران د اسلامی جمهوریت د څوارلسمې دورې د دورې د پرانیستې په مراسمو کښې وویل: ګاونډیان باید خپلې ارزښتمنې سرچینې په تشنج او تخریبی سیالیو کښې ضایع نکړی.

هغه زیاته کړه، زما حکومت به په بهرنیو اړیکو کې د توازن په رامنځته کولو سره ملي ګټې تعقیب کړي.

موږ پر لوېديځو هېوادونو غږ کوو چې واقعيتونه درک کړي او د متقابل احترام او برابرۍ پر بنسټ اړيکې جوړې کړي.

هغه همداشان د غزې جګړې ته په اشارې سره وویل: په نړۍ کښې هیڅوک دا نه مني چې د هغه رژیم مشر چې په غزه کښې له ښځو او ماشومانو سره جنګیږي او د هغوي په سرونو بمونه غورځوي، ستاینه وشي.

داسې ښکاري چې د تمدن د ځینو ادعا کونکو لپاره، بشري حقونه د دوی د پوستکي رنګ او مذهب په اساس اندازه کیږي.

ښاغلي پزشکیان څرګنده کړه: تاسو نشئ کولی ځان ته انسان ووایئ او د دې ټولو جرمونو په وړاندې چوپ پاتې شئ.

موږ داسې نړۍ غواړو چې د فلسطین ویاړلي ولس د اشغال، ظلم او نسل وژنې له منګولو خلاص شي او د هیڅ فلسطینی ماشوم خوب د خپل پلار د کور تر خاورو لاندې نه وي.

د ایران ولسمشر زیاته کړه، له نړۍ سره د خپل هېواد د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو عادي کول د ایران د نه منلو وړ حق ګڼي او د ظالمانه بندیزونو په لرې کولو کې به له هیڅ ډول لاس وانخلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button