نړۍ

ونزویلا له څو هیوادونو څخه خپل سفیران راوغوښتل

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبی په ورځ (د زمری ۹ مه) د کاراکاس د حکومت پریکړه اعلان کړه چې له څو هیوادونو څخه یې خپل سفیران رابللي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ونزویلا سفیران به له هغو هېوادونو څخه وایستل شي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د نیکلاس مادورو بریا په رسمیت نه ده پېژندلې.

د «سپوتنیک» خبری اژانس د راپور له مخې د ونزویلا د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې یاد شوي هیوادونه هم باید ژر تر ژره له کاراکاس څخه خپل دیپلوماتان وباسي.

هغه هیوادونه چې د ونزویلا د ولسمشر په توګه د مادورو بیا انتخاب په رسمیت نه پیژنی ارجنتاین، چیلی، پیرو، کاستاریکا، پاناما، دومینیکن جمهوریت او اورگوئه شامل دي.

دا د دوشنبې په ورځ وه چې د ونزویلا د ملي ټاکنو شورا مشر اعلان وکړ چې مادورو د 51.2 سلنه رایو په ګټلو سره خپل سیال گونزالس ته ماتې ورکړه چې 44 سلنه رایې یې ګټلې وې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button