نړۍ

نن د جولای ۳۰مه د انسانی قاچاق پر ضد نړیواله ورځ ده

د مهاجرت نړیوال سازمان د سږ کال د انسانی قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې موضوع “د انسانی قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ماشومان مه هیروئ” ته ځانګړې کړې ده.
دغه سازمان وايي چې د نړیوالو هڅو سره د انسانی قاچاق له هرو دریو قربانیانو څخه یو یې ماشوم دی.

په هرصورت، د انسانی قاچاق کیدای شي نارینه، ښځې او ماشومان شامل وي، ډیری وختونه ښځې او نجونې د جنسی استحصال لپاره، او ماشومان د ارزانه کار لپاره شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ په ۲۰۱۳ کال کې د لوړې کچې غونډه کړې وه، چې په ترڅ کې يې د جولای ۳۰مه د انسانی قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ ونومول شوه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button