سیمه
په چین کې د سختو بارانونو او ځمکې ښویېدو له امله ۱۵ تنه وژل شوي دي
اسوشیټید پریس خبر ورکوی چی په چین کی د سختو بارانونو او د ځمکی ښوییدو په نتیجه کی لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او د یوه کور یوه برخه ویجاړه شوی ده.
داسې ښکاري چې وژونکې پیښه په چین کې لومړۍ وي چې د استوایی طوفان گايمی سره تړاو لري.
چین ته تر رسېدو وړاندې دغه طوفان د فیلیپین او تایوان لویې سیمې لاندې کړې او په دغو هېوادونو کې یې په ترتیب سره ۳۴ او ۱۰ کسان وژلي دي.