افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال مولوي عبدالکبیر ایران ته تللی

د صدراعظم د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د دوشنبې په ورځ (د زمری ۸) د ایران د اسلامي جمهوریت په بلنه د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ.

د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د صدراعظم د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر به د ایران د اسلامي جمهوریت د نوي منتخب ولسمشر مسعود الکبیر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړی په دغه درې ورځني سفر کې به د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره هم لیده کاته ولري.

همدا راز به په دغه رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامی جمهوریت ترمنځ د سیاسی او اقتصادی اړیکو پر پیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پراخولو په اړه خبرې وشي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د لومړي وزير د سياسي چارو مرستيال به د يو شمېر هېوادونو له يو شمېر استازو او چارواکو سره هم وګوري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button