روسیی د اوکراین په ختیځ کې لوزوفاتسکی ښارګوټی نیولی دی
د روسی رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ښارګوټی د بوکروفسک ښار په ختیځ کې موقعیت لري، چیرې چې د دې هیواد ځواکونو په وروستیو میاشتو کې نسبتا چټک پرمختګ کړی دی.
په همدې حال کې د روسیی د دفاع وزارت پرون (شنبه، د جولای ۲۷مه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د څو ښارونو په اسمان کې ۱۴ اوکراینی بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د روسيې د دفاع وزارت په اعلاميه کې راغلي: د روسيی هوايي دفاعي سيستم د کورسک، بلگورود، روستوف، برايانسک او ليپتسک په ګډون په بېلابېلو سيمو کې څوارلس بې پيلوټه الوتکې رانسکورې کړې او ويجاړې کړې.
اوکراین هم یوه ورځ مخکې (جمعه، جولای ۲۶) اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په کریمیه کې د روسیی پوځي هوايي ډګر بمبار کړی دی.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه بیان کې اعلان وکړ: د کریمیه په لویدیځ کې د ساکی په سیمه کې د روسیی هوايي ډګر بمبار شوی او د دې عملیاتو پایلې ارزول کیږي.