نړۍ

د ۲۰۲۴ کال د پاریس په اولمپیک کې چین د سرو زرو لومړی مدال وګاټه

شينګ ليهاو او هوانگ يوتينگ د زمری په شپږمه نېټه د جنوبی کوريا د کيم جي هیون او پارک ها جون ته په ماتې ورکولو سره د لسو مترو د هوايي ټوپک په مخلوط سيالۍ کې د سرو زرو مدال وګاټه.

دغو دوو ورزشکارانو د ۲۰۲۰ کال د توکیو په المپیک کې د سرو زرو مدالونه وګټل او وکولای شول د خپل اتلولۍ دفاع وکړي.

په دغو سياليو کې چين لومړی مقام او جنوبی کوريا او قزاقستان په ترتيب سره دويم او دريم مقام خپل کړ.

د دغو سياليو په دوام کې چينايان هم د سرو زرو دوهم مدال وګاټه امریکا دوهم او انگلستان دریم ځای خپل کړ.

اوس مهال چين د سرو زرو د دوو مدالونو په ګټلو سره د مدالونو د ويش د جدول په سر کې دی.

سویلی کوریا او متحده ایالات هر یو د سپینو زرو مدال لري او انگلستان او قزاقستان د دوه برونزو مدالونو سره په راتلونکي درجه بندۍ کې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button