سیمه

د روسیی د دفاع پخوانی مرستیال وزیر د فساد په تور ونیول شو

د روسیی د فدرالی امنیت ادارې خبر ورکړی چې د دفاع پخوانی مرستیال وزیر دیمیتری بلگاکوف د فساد په تور نیول شوی دی.

په همدی وخت کې د روسیی دولتی خبری اژانس تاس لیکلي چې نوموړی د(لفورتوو) زندان ته لېږدول شوی، چې د دفاع پخوانی مرستیال وزیر تیمور ایوانوف هم هلته بندی دی؛ بلگاکوف د فساد په تور نیول شوی دی.

دیمیتری بلگاکوف د دفاع وزارت مرستیال و او د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې له دندې ګوښه کېدو پورې شاوخوا ۱۵ کاله د پوځي تدارکاتو مسوول وو هغه د اوکراین د کریملین د یرغل په لومړیو میاشتو کې د روسیی د لوژیستیکی ناکامیو لپاره په پراخه کچه ملامت شو، چې د ځواکونو سخت کمښت یې پریښود او د مسکو پرمختګ یې ودراوه.

۶۹ کلن بلگاکوف چې د روسیی د اتلانو د جایزی په ګډون یې ګڼ شمېر لوړ پوځي او ملکي ایواردونه ترلاسه کړي دي، د روسیی یو له لوړ پوړو دفاعی چارواکو څخه ګڼل کېده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button