افغانستان

ایران سفارت په کابل کې: ستیکر لرونکی پاسپورتونو ته ویزی نه ورکول کیږي

د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې هغو پاسپورتونو ته به ویزی نه ورکول کېږي چې په ایران کې د افغانستان په سفارتونو کې د تمدید ستیکرونه لګول شوي وي.

په کابل کې د دغه سفارت د اعلاميی له مخې، دغه پرېکړه به د روان کال د زمری د مياشتې له لسمې نېټې څخه عملي شي.

دغه راز دغه سفارت د سیاحت او حج اوقافو له شرکتونو وغوښتل چې د دغه ډول پاسپورتونو له ثبتولو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده چې د تېرو کلونو په څېر به سږ کال هم د اربعينو حاجيانو ته په وړيا توګه ويزې ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د امام حسین(ع) د اربعین د پیاده تګ په مراسمو کی په زیات شمیر کی د هیواد خلک ګډون کوي او له ګاونډی او دوست هیواد ایران څخه مننه کوي چې په دغه مراسمو کی د ګډون زمینه برابره کړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button