نړۍ
د امریکا او انگلیس د یمن په الحدیده هوايی ډګر کی هوايی برید
خبری سرچینو د جمعی په شپه د یمن په لویدیځ کی د حدیده په نړیوال هوایی ډګر باندې د امریکا او انگلیس د هوایی حملې خبر ورکړ.
د المسیره په وینا، امریکا او انگلستان د حدیده نړیوال هوایی ډګر څلور ځله بمبار کړی.
دا برید په داسې حال کې شوی، چې څو ساعته وړاندې امریکايی او انگلیسی ایتلاف د یمن د کمران په جزیره هوايي برید کې په نښه کړ.
د فلسطینیانو په ملاتړ د غزی د جنګ له شروع کیدو وروسته د یمن پوځ په سور سمندر، لویدیځ او مدیترانی کې د اسرائیلو د بېړیو په خلاف د بې پیلوته الوتکو او توغندیو په شمول په لسګونو پوځی عملیات ترسره کړی دی.
د یمن وسله والو ځواکونو د یمن په مختلفو سیمو کی د امریکا او انگلیسی د ائتلاف له حماقته وروسته خپل هدفونه پراخ کړل او اوس د امریکا او انگلیس بېړۍ هم په نښه کوی.