د المپیک نړیواله کمیته وايي، چې دغه لوبې به نن (د زمری ۲۶مه) پیل شي او د ښځو په ګډون د افغانستان شپږ ورزشکارانو د لامبو، جودو، او بایسکل ځغلولو په برخه کې برخه اخیستې ده.
د اولمپيک سياليو دغه پړاو به د لومړی ځل لپاره د سپورت له لوبغالي بهر او د نړۍ د څه باندې سلو هېوادونو د مشرانو په شتون سره په «رودسن» کې ترسره شي.