افغانستاننړۍ

اسلامی امارت د چین ملاتړ د افغانستان له دریځ په نړیواله کچه ووغوښت

د ریس الوزرا اداری مرستيال مولوی عبدالسلام حنفی د چين د کولتور او ګرځندوى له مرستيال لی چن او په کابل کې د چين له سفير جاو شينگ سره په کتنه کې وويل چې چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه باید په نړیواله کچه د افغانستان د دریځ ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي حنفی زیاته کړه چې د اسلامی امارت رهبري د یو چین له تګلارې او د هغې د پلان شویو سترو پروژو بشپړ ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د چین د کلتور او ګرځندوی وزارت مرستیال اسلامی امارت د واحد او خپلواک دولت په توګه یاد کړ چې له اوږده ځنډ وروسته یې د مس عینک کان د کار د پیل لپاره زمینه برابره کړې ده.

لی چن وويل، چين او افغانستان په بېلا بېلو برخو کې نژدې او ټينګې تاريخي اړيکې لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button