افغانستان

د کورنیو چارو وزارت سرپرست: هیڅوک حق نه لري چې له جواز پرته وسلی واخلی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د “امنیتي ځواکونو د ستاینې پروگرام” په غونډه کې وویل، په هېواد کې هېڅوک له جواز پرته د وسلو ګرځولو اجازه نه لري.

خلیفه سراج الدین حقاني په دې خپرونه کې ډاډ ورکړ چې د افغانستان ټولې وسلې او پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو په واک کې دي او هیڅوک باید له دغو تجهیزاتو څخه د غیر مسوولو کسانو د استفادی په اړه اندیښنه ونه کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا اعلان وکړ چې په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې سرپرست حکومت ته ګواښ وي.

ښاغلي حقانی له ټولو هغو کسانو څخه چې په بهر کې د افغان رژیم پر ضد فکر کوي وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د خلکو او رژیم تر څنګ ودرېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button