په وروستۍ درجه بندۍ کې چې د نومد کاپیتالیست موسسۍ لخوا اعلان شوې، د دې لیست په دویم ځای کې د څو کلونو وروسته، سینگاپور بالاخره په دې توانیدلی چې خپل سیالان مات کړي او د نړۍ ترټولو پیاوړي پاسپورتونو کې لومړی مقام خپل کړي.
د سینگاپور پاسپورت لرونکي کولی شي د پخوانۍ ویزې پرته 195 هیوادونو ته سفر وکړي.
د فرانسی پاسپورت د جرمنی، ایټالیا، جاپان او هسپانیی سره یوځای د نړۍ ۱۹۲ هیوادونو ته له ویزې پرته د سفر کولو وړتیا لري، په دې لیست کې په ګډه دوهم ځای لري.
له څو کلونو راهیسې جاپان د دغه نوملړ په لومړي ځای کې و او له سینگاپور سره په سخته سیالۍ کې وو.
دغه راز په دغه نوملړ کې د اتریش، فنلند، ایرلند، لوګزامبورګ، هالنډ، سویلی کوریا او سویدن پاسپورتونه په ګډه د ۱۹۱ نړیوالو ځایونو ته له ویزې پرته د سفر کولو وړتیا لري.
د دې شاخص له مخې افغانستان، سوریه، عراق، یمن، پاکستان، سومالیا، نیپال، لیبیا، فلسطین او بنگله دیش تر ټولو کمزوري پاسپورټونه لري.