د روغتیا نړیوال سازمان د جون په خپل راپور کې ویلي چې د روان کال د مې له ۱۰مې د جون تر ۳۰مې پورې یې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د زیانمن شویو په ګډون ۵۸۹۲۰۵ کسانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه اداره وايي چې یوازې په بغلان کې ۹۵ زره ۹۹۱ کسانو، په بدخشان کې ۳۱ زره ۷۱ کسانو، په غور کې ۲۲ زره ۴۴۸ کسانو، په تخار کې ۲۶ زره ۸۷۶ کسانو او په فاریاب کې ۹ زره ۴۴۷ کسانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه خدمات د هېواد په ۲۸۷ ولسوالیو کې د ۷۶۳ روغتیايي مرکزونو له لارې وړاندې کېږي.
د دغه راپور پر بنسټ، په بغلان ولایت کې ۳۷۳۴۲ ښځې، ۲۰۷۵۲ نارینه، ۲۲۷۲۶ نجونې او ۱۵۱۷۱ هلکانو روغتیايي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغه سازمان وايي، د یادو کسانو له ډلې ۶۰۳۰۵ کسانو د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مشورې، ۲۶۹۶۶ کسانو د روغتیايي چارو د ترویج، ۴۵۰۵ کسانو د رواني درملنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه، ۳۶۹۰ کسانو د مور، ماشوم او ماشوم روغتیايي خدمتونه او نور ۵۲۵ کسانو د روغتیا ساتنې خدمتونه ترلاسه کړي دي؛ د صدمې پاملرنې خدمتونه (زخمونه) ترلاسه شوي.