افغانستان

د حج او اوقاف وزارت: په مکه او مدینه منوره کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د سعودي عربستان په مکې او مدینې ښارونو کې ۲۷ افغان حاجیان مړه شوي دي.

نور محمد ثاقب نن (سه شنبه د اسد ۲مه) د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه، چې په ترافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي، يو تن د وينې د لوړ فشار، يو تن د زړه ناروغۍ، يو تن د شکرې له امله مړ شوی دی. د 21 نورو کسانو څخه د طبیعي لاملونو له امله مړه شوي.

ښاغلي ثاقب وویل چې په ۹۴ الوتنو کې ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لېږدول شوي او وروستی کاروان یې پرون بېرته هېواد ته راستون شو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د حاجیانو د اوسېدو ځای حرم ته نږدې دی او دوی ته په ورځ کې درې وخته مناسب او صحي خواړه ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، چې د حاجيانو لپاره د ترانسپورتي خدمتونو ترڅنګ روغتيايي خدمات هم برابر شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button