د یمن د عامی روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د یمن په الحدیده ولایت کښې په ملکي سیمو باندې د صهیونیستی رژيم د حملو په نتیجه کښې شپږ تنه شهیدان شوي، درې تنه لادرکه دي او ۸۳ تنه ژوبل شوي دي.
د شنبې په ورځ د اسرائیلو جنګي الوتکو د یمن په الحدیده کې سیمې په نښه کړې.
په الحدیده باندې د صهیونیست رژیم له هوایی حملې څو ساعته وروسته د یمن وسله والو ځواکونو ټینګار وکړ چې په نیواک شویو سیمو کی به په مهمو هدفونو له حملې څخه ډډه وکړی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په یوه تلویزیونی وینا کې ویلي چې دوی یوې اوږدې جګړې ته تیاری نیسي او اسرائیلو ته یې خبرداری ورکړی چې تل اویوا نور خوندي نه دی.
د یمن پوځ له نوامبر میاشتې راهسې په غزی کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره په سور سمندر او د عربپه سمندر کې د صهیونیست رژیم په تجارتی بیړیو په لسګونو توغندوی او د بې پیلوټه الوتکو حملې کړی دی.