افغانستانسیمه

پاکستان د جرمنی په فرانکفورت ښار کې پر قونسلګرۍ برید غندلی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د جرمني په فرانکفورت ښار کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ برید په کلکو ټکو غندلی دی.

په دغه بیانیه کې ویل شوي دي چې آلمانی چارواکي د دغه هیواد د دیپلوماتیکو ځایونو د حرمت او امنیت په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

پاکستان د جرمنی په فرانکفورت ښار کې پر خپله قونسلګرۍ د پرونۍ (سې شنبه، دچنگاښ ۳۰مه) د برید عاملین یوه “افراطي ډله” بللې ده.

په هغه ویډیو کې چې له دې پیښې څخه خپره شوې، لیدل کیږي چې د افغانستان د پخواني حکومت بیرغ په لاس کې یوې ډلې په فرانکفورت کې د پاکستان پر قونسلګرۍ برید کړی او د پاکستان بیرق یې راښکته کړی دی.

د دې پیښې اصلي انګیزه لا تر اوسه روښانه نه ده؛ خو سرچینې دا پېښه په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي له مړینې سره تړلې بولي.

په دغه بیانیه کې د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون ته په اشارې سره ویل شوي چې کوربه هیواد د هیوادونو د ډیپلوماتیکو ځایونو د ساتنې او امنیت مسوولیت لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په پرونۍ پېښه کې په فرانکفورت کې د دغه هېواد د قونسلګرۍ امنیت تر پښو لاندې شوی او د کارکوونکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.

په بیان کې راغلي، “موږ د جرمنی له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د ویانا کنوانسیون له مخې د خپلو مسؤلیتونو د ترسره کولو لپاره سمدستی ګامونه پورته کړي او په جرمنی کې د پاکستانی ډیپلوماتیکو ماموریتونو او کارمندانو امنیت ډاډمن کړي.

پاکستان هم د جرمنی له چارواکو غوښتي چې په فرانکفورت کې د دغه هېواد پر قونسلګرۍ د برید عاملین ونیسي او محاکمه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button